پښتون ځلمي ته

په ځير ځير هر لـــور ته كــوره د شــــاهين نظر پيدا كړه
چه پرې والوځې آسمــــــان ته هـــسې تيز نظر پيدا كړه
دا بې تابه ژوندون هيڅ دى چـــه تيريږي په سكون كې
له شعلې نه هنر زده كـړه زړه كـــښې سوز شرر پيداكړه
چه د قوم ددرد دوا شــــي هــــــــــــم ملهم د خوږو زړونو
د خپــل قوم په مشرۍ کښې هســــې رنګ اثر پيدا كړه
د پښتون ژوندون پښتو ده په عـمـــل او پ وينا كښې
چې قــومي ګلان خړوب كړي د پښــــتو كوثر پيدا كړه
آزادي يــــو لـــــوى نعمت دى ، قيمــــتي دى له لعلونو
چه پرې دا نعمـت حاصل شي هغه شان جوهر پيدا كړه
بې له سره په دنيا كښې هيڅ يـــو كـــــار كيدلى نه شي
كه د قوم ترقي غواړې نو خپل قام كښـــې سر پيدا كړه
د همت وزر خواره كــــړه جــــــــګ شه والـــــوځه هوا ته
چه لوړ غرونه كړې رالاندې ، هــغــه بال او پر پيدا كړه
د ژوندون ګټې پـــــرتــــــــې دي په لمده كې هم په وچه
د شير شاه همت په ځان كښې بيا په بحر و بر پيدا كړه
چه سر ټيټ نــــه كــړې و چـــــاتــــه تر ابده او چت اوسه
اراده كلكه په زړه كښـــــې ســـــر لـــوړي د غر پيدا كړه
چه د قام كشتۍ روانه په دريـــــاب د ژونــــــــدانه كړي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

   د کور پاڼه

د استادژوند لیک
  د استاد  لیکنې
  د استاد شعرونه

  د استادبریښنایې کتابونه

 

 د استاد په اړه لیکنې

 د نامتو شخصيتونو نظريې

 د استاد په یاد شعرونه
 د استاد په یاد غونډي
 
 د پاڼي په هکله

 د استاد انځورونه

 زموږ سره اړیکي

 

 

 

 

 
Copyright © Reshteen.Com  All rights reserved  Admin@reshteen.com   2009 - 2009 Design by. Samsoor.Com