|
د رشتين صاحب تخلص د هغه د نوم ترجمه ده . څنګه چې يى نوم رشتين ؤ ، هغسې په خپله هم صادق ؤ .پوهاند رشتين د سمندر مثال لري ، د هغه د خدمتونو څيړل دا معنى وركوي لكه سمندر چې څوك په كوزه كښې بندوي . د هغه خدمتونه د لمر په شان روښانه او ښكاره دي . هغه په دې لاره كښې خپل ژوند د ژبې ، ادب او فرهنګ خدمت ته وقف كړى ؤ او رشتين صاحب د پښتو ژبې او ادب د پاره ستر خدمت كړى دى . د افغانستان معارف د هغوي له كتابونو څخه پوره استفاده كړى ، د هغه خدمت د افغانستان د خلكو لپاره ستره سرمايه ده ، مونږ به دهغوي خدمات هيڅكله هير نه كړو. |