رښتين او پښتو د ساپوهنې په رڼا كې

ارواښاد ډاګتر کبیر ستوری

ارواښاد استاد پوهاند صدیق الله رښتین په افغانستان کې د پښتو د هغو مخکښو پیاوړیو لیکوالو له ډلۍ څخه دي، چې په خپلو نه ستړې کیدونکو هڅو یې د پښتو د را ژوندې کولو، و دې او پر مختګ نوي بنسټونه جوړ کړل .

استاد رښتین د نوي پښتو هنري  ادبي نثر له مخکښو څیرو څخه هم ګڼل کیږي او له همدې امله خو د پښتو د معاصرو ادبیاتو، د نوي هنري ا وادبي نثر په وده او پر مختګ کې د یادونې او ستاینې وړ دریځ لري .

استاد رښتین او د پښتو د معاصرو ادبیاتو څلور نور لومړنۍ ستورې هر یو استاد عبدالحی حبیبي ، استاد ګل پاچا الفت ، استاد قیام الدین خادم او استاد عبدالروف بینوا، داسې مهال کې د پښتو ژبې او د ادبیاتو پر هسک را څرګند شول چې له بده مرغه د لیک، تحقیق، پوهنې او ادب د ډګر ټول اړخونه تش وو. له همدې امله، دوې اړ وو، چې هر خوا ته لاس واچوي، په هره برخه کې لیکنې وکړې، هره تشه ډکه کړې، هر ډول نا خوالې وزغمې، هم شعر ولیکې، هم ادبې نثر، هم تاریخ ولیکې ، هم د نوي ژبيوهنې او ګرامر بنسټون ه کښیږدې، هم ټولنیزي سیاسي لیکنې وکړې، هم د کلاسیکو ادبیاتو د متونو د تصحیح کار وکړې، هم ادبي تاریخونه  ولیکې او هم ادبي تذکرې او دغه ډول نورو بیلابیلو اړخونو ته پاملرنه وکړي، هم درسي کتابونه ولیکي او هم نور څیړنیز ژور آثار.

په دغه توګه، نو موږ وینو چې لږ تر لږ ه دغو لومړنیو پنځو ستوریو او څه موده را وروسته یو شمیر نورو لیکوالو هم، دضرورت او مجبوریت له مخې په بیلا بیلو علمي ادبي ډګرونو کې د قلم د زغل په کار کې منډې ترړي کړي دي او له همدې امله یې کارونه د لومړینو بنسټونو په توګه خورا زیات ارزښت لري. سره له دې چې دغو لومړنیو پنځو ستور و د پوهنې او ادب په نږدې ټولو برخو کې نه هیریدونکي خدمتونه کړې دي، خو د ادبي عمر په اوږدو کې یې هر یو په یو یادوه برخو کې تر نورو ټولو زیات ځلیدلې او بریالې شوي دې . زه داسي ګنم چې اوراښاد استاد حبیبي له نورو اړخونو زیات د تاریخي او علمي ژورو څیړنو او د ادبي تاریخ  د دقیق لیکوال په توګه، اوراښاد استاد الفت د ادبي هنري نثر د یو پیاوړې قلموال په توګه، اوراښاد استاد خادم د تاریخي سیاسي مسایلو په کښلو کې ، اوراښاد بینوا تر نورو زیات د یو پیاوړې او مستانه شاعر په توګه او ارواښاد رښتین د پښتو ګرامر او ژبپوهنې د یو نومیالې متخصص په توګه د زیاتې پاملرنې وړ دي . د دې خبري مانا په هیڅ ډول دانه ده چې د دغه هر یو نومیالي لیکوال د ادبي هڅو نور اړخونه ګوندې د پاملرنې او ستاینې وړ نه دې ، زما په نظر د هر یوه درانده لیکوال د ګڼو ارزښتمنو کارونو په لړ کې یې دغه یادی شوې برخې تر نورو ځلندې ښکاري.

استاد رښتین هم ، د دې په څنګ کې چې شاعر دې ، ژبپوهاند دې، ادبې مورخ  او نقاد او څیړونکې دې، د پښتو د هنري ادبي نثر یو نومیالي لیکوال هم دې د پښتو د هنرې ادبي نثر په تاریخ څیړنه کې دغه نومیالې لیکوال ځکه د پوره ستاینې وړ دې، چې په حقیقت کې د همدوې په پرله پسې هلو ځلو په افغانستان کې د پښتو نثر په ورشو کې د هنرې ادبي ښکلاو بهیرونه د نندارو شول . که زموږ د پښتو په  معاصرو ادبیاتو کې د هنري ادبي نثر د مخکښانو او نومیالیو څیر لټون کوو، نو لکه څنګه چې په کوزه پښتو نخوا کې د مولوې احمد، قاضي میر احمد شاه رضواني ، منشې احمد جان، استاد راحت زاخیلي ، ماسټر عبدالکریم، استاد حمزه شینواري ، سید رسول  رسا، سید میر مهدي شاه مهدي ،عبدالخالق خلیق، عبد الاکبر خان اکبر، اسلم خټک ، صاحبزاده محمد ادریس، رشید علي دهقان، اجمل خټک، قلندر مومند او یو شمیر نورو مخکښو څیرو نومونو په لومړي سرکې راځې، داسې هم په افغانستان کې تر هر  چا د مخه د استاد حبيبي، استاد خادم، استاد الفت، استاد بینوا، استاد رښتین، برهان الدین کشکې، استاد عبدالشکور رشاد او یو شمیر نور په لومړې ګام کې د یادونې وړ دې .

اوراښاد استاد پوهاند صدیق الله رښتین د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې ګڼ شمیر منثور اثار کښلې دي چې  زه یې یوازي د هنري ادبي نثر پرلیکنې د څومره  والي او څرنګوالي ( کمیت او کیفیت ) دواړو له پلوه د پوره پاملرني وړ دې . دلته به یې په څو برخو کې په لنډیز سره وڅیړم .

الف سفر نامې .

استاد رښتین د خپل ژوند په اوږدو کې یو زیات شمیر سفر نامې کښلې دي، دغه سفر نامې که له یوي خوا زموږ د لوستونکیو لپاره د بیلابیلو سیمو او ځایونو او هیوادونو په پیژندنه کې ارزښتمن ګنل کیږي، د استاد رښتین د روان او خواږه نثر د بیلګو په توګه هم خپل ارزښت ساتي، داستاد په لیکلیو سفرنامو کې دغه یې موږ ته څرګندې دي .

۱ دننګرهار ننداره .

لکه چې ارواښاد د شیر خان رښتین لیکې ( ننګرهار دا لیدنه او کتنه د پوهاند رښتین د خواږه نثر بو بیلګه ده، څه چې یې غوښتې دي ویې لیکي، ډیر ښه یې لیکلي دې. د دي لیکني ستره ښیګنه دا ده چې د هغې په  لوستو سره د ننګرهار د جغرافیي، تاریخ ، علم، پوهی، ژبې ، ادبه، فولکلور، اقتصاد، د خلکو د ژوندانه د بیلابیلو اړخونو او د هغه  وخت د مینې، خلوص او ساده ژوند څرنګوالی څرګندیږي) ( ۱ )

دغه سفر نامه، استاد رښتین  په ۱۳۲۸ لمریز کال کښلې او په دې ډول د هغه استاد له لومړنیو آثارو څخه یې ګنلې شو ( ۲ )

۲ دهند سفر.

دغه سفر نامه په ۱۳۳۴ لمریز کال کې لیکل شوې او په ۱۸۲ مخونو کې په کابل کې خپره شوې ده، لکه چې یو ښاغلي لیکوال لیکې ( دا سفر نامه په عام ډول هند ته د دوې د سفر ګزارشونه را نغاړې، خو د تګ راتګ په لیارو کې یې په نورو هیوادونو لکه  ایران، پاکستان او عربستان کې خپلې لیدنې کتنې هم په کې رانغښتې دي ( ۳ )

۳ د کتغن سفر، ۴ د خوست لیدنه، ۵ د بدخشان ننداره،۶ دالیشنګ او الینګار ننداره ،۷ د عشق اباد سفر، ۸ د شوروي اتحاد سفر، ۹ د مصر سفر، ۱۰ دپيښور سفر.

له دغو څخه یې ځينې سفر نامې د هیواد په مطبوعاتو کې خپری شوې دي، ( ۴ ) او ځینې د هغه د اثارو په بیلا بیلو فهرستونو کې راغلې دي .

ب) ادبي ژباړې .

د استاد رښتین د اثارو په فهرستونو کې دیو شمیر ادبي مشورو اثارو د ژباړو یادونه هم شوې ده، لکه، د مینو هنداره او د زلمو وظیفې، د مینو هنداره په عربي ژبه د ابراهیم ذکي الساعي، لیکنه ده، چې  استاد رښتین په پښتو نثر ژباړلي او په ۱۳۳۴ لمریز کال کې په کابل کې د پښتو ټولنې له خواب چاپ شوې ده . ( ۵ )

ج ) ډارمي .

اوراښاد استاد رښتین یو شمیر ډرامې او نندارې هم لیکلې دي او په دې توګه یې د پښتو ډارمو په تاریخي بهیر کې هم خپل نوم ثبت کړي دي. موږ ته یې په اثارو کې د پښتنې میرمنې په نوم د یوي ډارمې څرک لګیدلې دې . ( ۶ )

د ) ادبي نغرونه

استاد رښتین یو زیات شمیر ادبي نثرونه لیکلي دي، د هغه زیاتره ادبي نثرونه د خواږه او په زړه پورې روان پښتو نثر غوره بیلګې دي، د هیواد په مطبوعاتو کې یې ګڼ شمیر ادبي نثرونه د ادبي ټوټو او بیلا بیلو تاریخي  اجتماعي انتقادي نثرونو دغه ځانګړي ټولګه  هم خپرې شوي دي .

۱ ژوند پلوشي.

د استاد رښتین دغه اثر د هغه د بیلابیلو تاریخي اجتماعي او انتقادي نثرونو بیلګې په خپله ځولۍ کې رانغاړې دغه اثر په جلا توګه په ۱۳۷۴ لمریز کال کې خپور شوې دي د دې اثر په سریزه کې لولو. ( د ژوند پلوشي د پوهاند رښتین د ادبي، تعلیمي ، تربیوي ښکلو لیکنو یو ګلدسته ده چې په دې ګلدسته کې رنګا رنګ ګلونه، غړټۍ ، غنچې ، او څانګې یو ځاې شوي دي. که څه هم دغه ګلدسته څو لسیزی د مخه جوړه شوې ده، ولې په دې نږدې نږدې وختونو کې دغې ګلدستې ته یوه نوې سا او نوي رنګ ورکړ شوي، مړاوې او ځپیدلي ګلونه ترې لیرې کړای شوي دي . . . پوهاند رښتین د ژوند پلوشې د ټولو مضمونونو په لیکو کې خپل خاص سبک ځلولې دۍ، یعني د مضامینو لیکنه او ژبه ‌ډیره خوږه، سپیڅلي، مطبی او ګټوره ده، جملې یې لنډې لنډې دي  چې هر څوک پر پوه شې . . ) ( ۷ )

۲ د ښکلا وږمه .

دا هم د استاد رښتین د ادبي نثرونو ټولګه ده، چې ۴۶ ټوټې نثرونه په کې راغلې دي ، د ښکلا وږمه  په ۱۹۹۷ع کال کې په پښور کې د پښتو اکيډیمې له لورې خپره شوي ده .

ه ) ادبي لیکونه .

دا دستاد رښتین د ځانګړیو ادبي لیکونو جونګ دې ، نوموړې مجموعه، اروا ښاد رښتین په ۱۲۶۱ لمریز کال کې چاپ ته چمتو کړې وه. د یو شمیر کورنیو او بهرنیو پوهاند هغه لیکونه په کې راغلي چې استاد رښتین ته یې لیکلې وو، دغه  راز، په پای کې استاد بینوا ته د استاد رښتین یو اوږد لیک په کې راغلې دي، دغه اثر په ۱۳۷۳ لمریز کال کې په پیښور کې د دانش کتابتون له لورې چاپ او خپور شوې دې . ( ۹ )

دارواښاد استاد رښتین نثر د یولړ ځانګړنو لرونکي دي لکه.

 - دغه نثر خوږ، روان او ساده دې،

-تاریخي او ټولنیز مسایل هم د موضوعاتو له دروند والې سره سره په روانه ژبه مطرح شوي او کښل شوي دي،

- جملې يې لنډې لنډې دي او مطلب په غوڅه توګه په کې بیان شوې دې،

-دهنري استعارو او کنایو خوا ته ‌ډیره پاملرنه نه ده په کې شوي

- د دغو نثرونو موضوعګانې ژور تاریخي ، ټولنیز، اخلاقي لو حتی سیاسي ارزښتونه لري. خپله استاد رښتین  د خپلو نثرونو ځانګړونو ته اشاره لري او یو ځاې د خپأ یو نثر په اړه لیکې. ( . . . دا نثر خو  څه قدر ادبي رنګ او خوند لري، مګر زما نور نثرونه د ژبنیو څیړونو د پاره اسان او ساده شکل لري او د کنایو او استعارو  اړخ په کې کمزوری دي. وجه یې دا ده چې علمي شیان په اسانه ژبه لیکل سودمنه خبره ده. زه کله کله د تورو او کلمو په سپیڅلتیا کې دومره ګیر شم، چې معنې خپل اهمیت بایلي او فکر د لفظونو په لومه کې ونښلې .) ( ۱۰ )

داستاد رښتین  او د هغې دورې د یو شمیر نورو لیکوالو د نثر همدغه مخکښ ارزښتونه دي چې د پښتو نثر د تاریخي بهیر څیړونکیو دوی د نثر د جلا سبکونو ایحاددونکې او مخګښان ګڼلي چې پر راتلونکیو یې خپل اثرات لرلې دي. ( ۱۱ )

د استاد رښتیندد ادبي نثر یوه داسې بیلګه لولو چې « د پښتو غلیمان » نومیږې او د هغه مهال د حالاتو په رڼا کې یو ژور مفهوم په کې پروت دي.

د پښتو غلیمان

- چې وینې او غوۍې یې خپله خورې لو هډوکې یې په نورو خرڅوي.

چي په هر بازار مې د پښتو د سر سودا کوي. -

چي په رنګا رنګ خبرو یې غولوي، کله یې د مذهب په نامه، کله یې د اسلام په نامه، کله یې په یو نامه، کله یې په بل نامه تیر باسې او خپل ځان پري له خټو پوري باسي.

 چي په خوله خوږ په نیت کوږ، په ژبه پوست، په زړه کاڼې دي. -

چي پښتانه د ځان د ګټې او فایدې د پاره قربانوي. -

چي پښتنو ته یې یوه پیسه ګټه نه رسیږي .  -

چي پښتانه یې ناپوهه او جاهل خوښ وي . -

چي پښتانه خواروې او ځان مړوي . -

چي پښتانه یو والې او سر جګولو ته نه پریږدي . -

چي په پوهه او تعلیم یی نه رضا کیږي .  -

چي د مرګ سختې يې پر پښتو پیرزو وي او د ژوند خوشالي یې پر نورو. -

چي په سخته جګړه کې یې په کار وي او په نرمه کې ترې پیزار وي . -

چي د دوې توره او میړانه یې خوښه وي او ژبه یې نا خوښه .  -

چي مخامخ ورته زرور او توریالي وایې او پسې شایې دنیا ته ناپوهه او وحشي ښکاره کوي . -

چي د وطن ګټلو، تورې وهلو او دښمن ماتولو لایق یې بولې او د واک، اختیار او خپلواک حقدار یې نه بولي . -

چي پښتانه یې عزت کوي او دوې یې په سپکاوې پریکوي . -

دغه دې د پښتو غلیمان ښه یې وپيژڼې. ) ( ۱۲ )

څوک ملامت دې  ؟

هغه چې پوهیږي او بل نه پوهوي . -

هغه چې موړ وپ تو لا نه مړوي . -

هغه چې پټ وپ او بل نه پټوي . -

هغه چې پښتون وي او پښتو نه وایې . -

هغه چې  ځان چاغوي او بل خواروي . -

هغه چې پټ خرڅوي او ځان څربوي. -

هغه چې حق اوري او غوږونه کڼوي. -

هغه چې  وچ او لامده یو شان سیځي . -

هغه چې خلک خوشحالوي او خدای خپه کوي . -

هغه چې نفس دپاره سل تر اوه تراخه قبلوي . -

هغه چې خپل ټټو او د بل اس سره برابروي . -

هغه چې غږبږ ډیر او وریږي لږ . -

هغه چې په چوکې ځان غټوي . -

هغه چې ځان د هر څه متخصص بولي . -

هغه چې په دایرو کې اشنایې او خپلوي لټوي . -

هغه چې  په هر کار کې بې ځایه ګوتې وهي . -

هغه چې  هر چا ته قلم بوڅ بوڅ ګوي . . . .  -

هغه چې  شپه ورځ په ځانې ګټې پسې ګرځي او د ملې ګټې هیڅ خیال نه ساتي -

هغه چې نه په خپله کار کوي او نه بل کاته پریږدي . -

 هغه چې په هر کار کې د بل مخې ته تیږي اچوي . -

هغه چې لور په لوټه تیره کوې او ساعت تیروي . -

هغه چې په ابو کې لوټه ږدې او تیږیږې . -

هغه چې ځان پښتون ساتې او پښتون نا پوهه او غریب ساتې . ) ( ۱۳ ) -

د استاد رښتین نثر د هغه مهال د ادبي یون او پر مختګ په پام کې ساتلو سره خوږ، ساده او روان ادبې نثر دی ، دهمدغو استادانو لومړنې ارزښتمنې هڅې د دې سبب شوې چي زموږ ادبي یون د ښایست په نویو وريښمینو لارو روان شي او لا په زړه پورې او غیزمنه بڼه غوره کړي. د نویو ادبي هنري بریاوو د هر ډول پر مختګ څیړونکې او نندارچیان به دا وسنیو ادبیاتو د مخکښو اروا ښادو څیرو له اغیزه سترګې پټې نه کړاي شي. له همدې کبله به یې یادونه تل سمسور وي

   د کور پاڼه

د استادژوند لیک
  د استاد  لیکنې
  د استاد شعرونه

  د استادبریښنایې کتابونه

 

 د استاد په اړه لیکنې

 د نامتو شخصيتونو نظريې
 د استاد په یاد شعرونه
 د استاد په یاد غونډي
 
 د پاڼي په هکله

 د استاد انځورونه

 زموږ سره اړیکي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 
Copyright © Reshteen.Com  All rights reserved  Admin@reshteen.com   2009 - 2009 Design by. Samsoor.Com